په کلاسيکو اثارو کې چيني مفکوره(۱): د چيني تمدن تسلسل او پرمختيايي لار
CMG2023/12/08 10:16:15
شريکول:

((دا د خوشحالۍ خبره ده، چې له ليرې راغلو ملګرو سره لېدنه کېږي.))

دغه جمله د چين د هغه لرغوني کتاب(کنفوسيوس کلاسيک اثار) يوه مشهوره جمله ده، چې کابو ۲۵۰۰ کلن تاريخ لري او د چين په تاريخ کې د نامتو متفکر کنفوسيوس او زده کوونکو خبرې او کړنې پکې خوندي دي. که څوک چيني کلتور سره بلد وي، نو خامخا د ياد کتاب څو مشهورې جملې ويلی شي.