په دوبۍ کې د کوپ ۲۸مه غونډه روانه ده. د کوپ « د اقليمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو چوکاټي تړون» ۲۸مه غونډه د ۲۰۲۳کال د نومبر په ۳۰مې نېټې په دوبۍ کې پېل شوې، چې د ډسبر تر ۱۲مې نېټې به پورې دوام ولري.
د غونډې ګډونوال به په ټولې نړۍ کې « پاريس تړون» د تطبيق د حالاتو په اړه خبرې وکړي.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي د اقليمي بدلون پر وړاندې د مقابلې په پار ګڼو غونډو کې ګډون کړی او اوسمهال يې هم په يادې غونډې کې برخه اخيستې ده.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ په ۲۰۱۵م کال کې د اقليمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د پاريس په کنفرانس کې ګډون کړی و او هغه مهال يې د نړۍ د اقليمي بدلون په اړه د چين نظريې او دريځ بيان کړی و او «د پاريس تړون» د تطبیق هڅونه يې کړې وه.
همغه مهال د اقليمي بدلون د پاريس کنفرانس رئيس لاورينټ فابيوس ويلي وو، که د چين د مشر اغېزمن ملاتړ نه وای، نو مونږ به دغه تړون نه و لاسليک کړی.
لاورينټ فابيوس څو ځلې له رئيس شي جين پينګ سره ليدلي او ژورې خاطرې يې ورکړې دي.
نوموړی وايي، د شي جين پينګ شخصي رول ډېر مهم دی، د ملت لپاره يې احساسات او لرليد د درناوي وړ دي، څرنګه چې غربي مشران يې نه لري.