د المپيک نړيوالې کمیټې اجرايوي بورډ د ډسمبر په ۸مه نېټه اعلان وکړ، چې د روسيې او بلاروس لوبغاړي کولی شي د بېطرفه شخصيت په توګه د ۲۰۲۴م کال د پاريس په المپيک لوبو کې ګډون وکړي.
د المپيک ۱۱مه سرمشريزه د تېر کال په ډسمبر کې تر سره شوه او په دې غونډه کې په نړيوالو سياليو کې د روسيې او بلاروس د لوبغاړو د ګډون په اړه مسئله وړاندې شوې. د سږ کال په تېر مارچ کې د المپيک نړیوالې کميټې اجرايوي بورډ وړانديز وکړ ، چې د یادو هېوادونو لوبغاړي د بېطرفه شخصیت په توګه په نړيوالو سياليو کې ګډون وکړي او په مناسب وخت کې به پرېکړه وکړي، چې ايا ياد لوبغاړي کولی شي که نه، چې د پاريس په المپيک لوبو کې ګډون وکړي.