د اطريش پخوانی صدراعظم وولفګانګ چوسېل: هيله ده نړۍ په ريښتينې توګه چين وپېژني
CMG2023/12/09 14:28:12
شريکول:

د اطريش پخوانې صدراعظم وولفګانګ چوسېل د چين پېژندنې په اړه نړيوالې غونډې کې د ګډون په ترڅ کې د چين ميډيا ګروپ سره يوه ځانګړې مرکه کړې. 

نوموړي په دې مرکه کې له چيني کاغذ قيچي سره خپله مينه څرګنده کړې او ویلي، چې د چين او اطريش ترمنځ د پانډا د خونديتوب همکاريزې څېړنې د هغه تر هڅې لاندې پيل شوې دي. هغه چين خپل نېکمرغه ځای بللی دی. 

نوموړي ويلي، چې سوله ډېر ګرانه او ارزښتناکه ده او هيله يې ښودلې، چې یوه  څوقطبيزه نړۍ به جوړه او دچين او اروپا همکارۍ  پياوړې شي . هغه په دې باور لري، چې نړيوال کېده به د بېلابېلو هېوادونو لپاره ګټور وي.

هغه د چيني شکله عصري کېدو جریان ستاينه کړې او په دې اند دی، چې چين به دايمي پلان جوړ او د نورو هېوادونو لپاره ښه بېلګه جوړه کړي. هغه ویلي، چې د چين پېژندنې مهمه لاره دا ده، چې له چین سره تماس  وساتل شي او د نظريو تبادله وکړي. هيله ده چې نړۍ په ريښتينې توګه چين وپېژني.