ولاديمير پوتين به د ۲۰۲۴م کال د روسيې په ولسمشريزو ټاکنو کې ګډون وکړي
CMG2023/12/09 14:36:45
شريکول:

په ځايي‌ وخت د ډسمبر په ۸مه ، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين اعلان  وکړ، چې د ۲۰۲۴م کال په ولسمشريزو ټاکنو کې به ګډون وکړي.

د روسيې د دوما مرستيال رئيس، د متحدې روسيې ګوند د عالي کمېټې غړي نيويروف ويلي، ګوند يې بې له شرطه له پوتين څخه ملاتړ  کوي،  چې د کانديد په توګه په ولسمشريزو ټاکنو کې ګډون وکړي.

د دې تر څنګ، د روسيې مرکزي ټاکنيزې کمېټې په همدې ورځ اعلان  وکړ، چې د دې هېواد د ولسمشريزو  ټاکنو د  رایې اچونې  وخت به د ۲۰۲۴م کال د مارچ ۱۵مه ، ۱۶مه او ۱۷مه نېټه وي.