په ځايي وخت د ډسمبر د ۸مې په ماښام، په غزه تړانګه کې د بشردوستۍ اوربند په اړه مسوده د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په رايګرۍ کې تصويب نهشوه. یاده مسوده د عربي متحده اماراتو لخوا وړاندې شوې وه.
د امنيت شورا په ۱۵ غړيو هېوادونو کې، ۱۳ هېوادونو مثبتې رايې، بريتانيا ممتنع رايه او امريکا يوه مخالفه رايه ورکړه. ځکه چې امریکا د امنيت شورا دايمي غړی دی، نو د دغه هېواد د يوې مخالفې رايې په ورکولو سره مسوده رد شوه. د همدې ورځې په سهار د امنیت شورا د فلسطين او اسرائيلو د وضعیت په اړه غونډه کې د امریکا استازي څرګنده کړه، چې دغه هېواد اوس له اوربند څخه ملاتړ نه کوي.
په ملګرو ملتونو کې د چين دایمي استازي جانګ جون وویل ، هېواد يې د امنيت شورا له ټولو غړو څخه کلکه غوښتنه کوي، چې خپله مسئولیت پر غاړه واخلي. هغه زیاته کړه، چې ياده مسوده د چین په شمول شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو لخوا په ګډه سره وړاندې شوې ده، چين د امريکا د مخالفې رايې په اړه ډېر مايوس دی او افسوس کوي.