د چین کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د اقتصادي کارونو په اړه د ګوند نه بهر د شخصیتونو وړاندیز او نظریې واورېدلې
CMG2023/12/09 13:21:23
شريکول:

د چین کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د دسمبر په ۶مه په بېجینګ کې له ګوند نه بهر د شخصیتونو سره یوه مباحثوي غونډه ترسره کړه او د سږ کال د اقتصادي حالت او د راتلونکي کال د اقتصادي کارونو په هکله يې د بېلا بېلو ديپلوماتیکو ګوندونو د مرکزي کمېټو او د صنعت او سوداګرۍ د دولتي ټولنې د مسئولانو او د بې ګوندي شخصیتونو نظریې او وړاندیز یې واورېدل.

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دې مباحثوي غونډې مشري او مهمه وینا يې وکړه. هغه وویل، راتلونکی کال د چین ولسي جمهوریت د جوړېدو له ۷۵ کلیزې سره برابر دی او د څوارلسم پنځه کلن پرمختګ پلان د تطبیق لپاره یو مهم کال دی. موږ باید د نوې زمانې د چین ځانګړتیا لرونکي سوسیالیستي نظریې تر لارښوونې لاندې د پرمختګ نوې نظریې بشپړې، سمې او پوره تطبیق کړو، د پرمختګ نوی شکل جوړ او د باکیفیته پرمختګ جریان پرمخ  بوزو.