د ویتنام بېلا بېلې ټولنې د رئیس شي جين پينګ رسمي سفر ته سترګې په لار دي
CMG2023/12/09 13:44:42
شريکول:

 د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئیس شي جين پينګ به د ویتنام کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي نګوين فو تورونګ او د دغه هېواد سوسياليستي جمهوريت رئيس وو وان تهونګ په بلنه د روانې میاشتې په ۱۲مه او ۱۳مه نېټه له دغه هېواد څخه رسمي لیدنه وکړي.

دا تر ۶ کلن ځنډ وروسته ویتنام ته د شي جين پينګ یو ځل بیا سفر او د ویتنام د بېلا بېلو ټولنو ډېر د پاملرنې وړ اقدام دی. دوی تمه وښودله چې رئیس شي جين پينګ به د ویتنام له مشرانو سره یو ځای د دواړو هېوادونو اړیکو د لا ټينګښت او په مختلفو ساحو کې د خپلمنځي همکارۍ د لا نورې پياوړتیا هڅونه وکړي څو نړۍ ته د ثبات لا نور زیات عوامل وړاندې کړي.

د ویتنام د بهرنیو چارو پخواني وزیر نګوین وان تهو وویل، عمومي منشي شي جين پينګ مخکې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷ کال کې ویتنام ته رسمي سفرونه کړي، اوس تر ۶ کلن ځنډ وروسته هغه یو ځل بیا دغه هېواد ته سفر کوي. هغه تمه وښودله چې د دواړو هېوادونو مشران به د خپلمنځي اړیکو د لا نور ټينګښت لپاره لار نقشه جوړه کړي.

نګوین وان تهو په اشارې وویل، ویتنام او چین ګاونډیان دي او ژوره دودیزه دوستي لري. دواړه هېوادونه ورته سیاسي نظام لري چې سوسیالیستي لار پالي او د خپل کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې د اصلاحاتو او ورخلاصون ګامونه پورته کوي، نو په داسې حال کې د ویتنام او چین د اړیکو ټينګښت د دواړو هېوادونو د خلکو له ګټو او غوښتنې سره او د زمانې له تمایل سره سمون لري.

سږ کال د چین او ویتنام د هراړخیزو ستراتيژيکو همکاریزو اړیکو د ټينګښت له ۱۵مې کلیزې سره برابر دی. د شي جین پينګ او نګوين فو تورونګ تر ستراتيژیکې لارښوونې لاندې، د دواړو هېوادونو اړیکو لوړه سویه پرمختګ موندلی او ستراتيژيکې همکارۍ يې په هراړخیزه توګه ژورې شوې دي. دواړو خواوو د خپلمنځي اړیکو د لا نور ټينګښت لپاره مهمې موافقې کړې او د دغو اړیکو نوې مرحله به پيل کړي.

په وینتام کې د چیني سوداګرو ټولنې مشر وویل، ویتنام ته د شي جین پينګ رسمي سفر د دواړو هېوادونو د صنعت او سوداګرۍ ټولنې لپاره ډېر هڅوونکی رول لري. هغه باور څرګند کړ چې د شي جين پينګ د دغه سفر لپاره به په اقتصادي پانګونې او تبادلې کې د دواړو خواوو همکارۍ لا نورې پياوړې شي، ولسي تګ راتګ به لا نور زیات شي چې د دواړو تصدیو په یو بل هېواد کې د پانګونې لپاره به لا نورې اسانتیاوې برابرې شي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به لا زیاتې ګټې ورسوي.

نوموړي وویل، چې د ویتنام او چین مشرانو د دواړو هېوادونو اړیکې لوړې لارښوونې کړې، دواړو خواوو د کمربند او لارې وړانديز او د ویتنام د دوو اقتصادي دهلیزونو او یوې سیمې د جوړونې له پلان سره د پيوستون چارې ترسره کړې دي. په ویتنام کې د چیني تصدیو پانګونې مخ په زیاتېدو دي او د دوی فابریکې ځايي وګړیو ته د کار او استخدام ډېر زیات فرصتونه برابروي.

د چین او ویتنام لخوا د کمربند او لارې د ګډې جوړونې د نمونې پروژې په توګه، په هانوي کې دوهم نمبر مټرو لین د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې فعال شو او تر اوسه يې څه باندې ۱۷،۵ میلیونه مسافرین لېږدولي دي. د هانوي د مترو شرکت مشر وویل، اوسمهال هره ورځ له ۳۰ زرو زیات کسان یاد دوهم نمبر لین کاروي او د ترافیکي مسئلې د حل لپاره يې مهم رول لوبولی دی. اوس دغه پروژه ابتدايي ګټې تر لاسه کوي. چین د بنسټيزو تاسیساتو د جوړونې په برخه کې زیاتې تجربې لري، نوموړي هیله وښودله چې ویتنام او چین په دې برخه کې لا نورې زیاتې همکارۍ وکړي او لا ډېرې باکیفیته پروژې به په ویتنام کې بشپړې شي او په دې سره به د ویتنام د عصري کېدو جریان چټک شي.