په عراق کې د امریکا پرسفارت او پوځي اډې بریدونه شوي
CMG2023/12/09 14:37:35
شريکول:

په ځايي‌ وخت د ډسمبر په ۸مه ، د عراق د پلازمېنې بغداد په شين زون کې د امریکا سفارت او د عراق په لوېديځ کې اسد هوايي‌ پوځي هډه چې امریکايي ځواکونه پکې  ميشت دي،  د راکټ بمونو له څوبریدونو سره مخ شوي.

د امریکا د ملي دفاع وزارت په ځايي‌ وخت د ډسمبر په ۷مه په یوه اعلاميه کې وويل ، چې د اکتوبر له  نیمایي  راهيسې، په عراق او سوريه کې پوځي هډې چې پکې امریکايي ځواکونه شتون لري، لږ تر لږه له ۷۸ بريدونو سره مخ شوي او په نتیجه کې ۶۶ امريکايان ټپيان شوي دي.

د عراق د هوايي پوځ پخواني قوماندان احمد شريف له  چين ميډيا ګروپ سره په مرکه کې ویلي، چې د یادو بريدونو يو لامل دا دی، چې امریکا په دې  وروستیو کې په منځني ختيځ کې خپل ځواکونه زیات کړي او له اسرائيل څخه يې خپل کلک ملاتړ څرګند کړی.