د غزې تړانګې طبي ادارې د نورو ګرځندو روغتونونو د جوړولو غوښتنه وکړه
CMG2023/12/10 14:34:49
شريکول:

د فلسطین د غزې تړانګې طبي ادارې د ډسمبر په ۹مه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي، د غزې تړانګې طبي سيستم سقوط شوی، د ټپيانو د ژغورلو په پار بايد نور زیات ګرځنده روغتونونه چې طبي سامان الات يې بشپړ وي جوړ شي. 

ياده اعلاميه وايي،‌ د تېر اکتوبر په ۷مه نېټه د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د نوې شخړې له پېښېدو راهيسې،‌ په غزه تړانګه کې د اسرائيل ځواکونو د پوځي عملياتو له امله ۱۷ زره او ۷۰۰ فلسطينيان ووژل شوي او ۴۸ زره فلسطينيان ټپيان شوي دي. تر اوسه پورې سخت ټپيان موثرې درملنې ته لاسرسی نه لري، په غزه تړانګه کې لږ تر لږه ۷ زره ټپيان اړتيا لري چې په بهرنيو هېوادونو کې درملنه تر لاسه کړي.