د جاپان د ښاروالو ټولنې د چین په نان جينګ ښار کې د ټول وژنې پېښې د يادونې په پار غونډه جوړه کړه
CMG2023/12/10 14:38:24
شريکول:

سږ  کال د چین په نان جينګ ښار کې د جاپاني تېری کوونکو لخوا د چینایانو ټول وژنې د پېښېدو ۸۶مه کليزه ده. د جاپان د ښاروالو ټولنې د ډسمبر په ۹مه نېټه په اوساکا ښار کې د دغې پېښې د يادونې غونډه تر سره کړې او له جاپانیانو څخه يې وغوښتل، چې اوسني نړيوال وضعيت ته په کتو سره د نان جينګ له ټول وژنې تاريخي عبرت واخلي، او د تاريخ يادونې او  د سولې  پر ارزښت یې ټينګار کړی دی.  

د یادې غونډې بنسټ ايښودونکې په خپله وينا کې د نان جينګ د ټول وژنې د تاريخ د نه هېرولو غوښتنه کړې او ويلي يې دي، چې ۳۵ کاله مخکې مې نان جينګ ښار ته تللی او په ټول وژنه کې د پاتې شويو کسانو خبرې مې راټولې کړې. د دې تر څنګ، هغې هم په جاپان کې د  هغو زړو  سرتیرو خبرې، چې پر چين  تېري  کې يې ګډون کړی، راټولې کړې. د هغې په خبره، تر اوسه پورې د پاتې شويو کسانو درد او خواشيني لا نه ده لېری شوې.