د فيليپين بېړۍ په قصدي توګه د چين د سمندري پوليسو له بېړۍ سره ټکر کړی
CMG2023/12/10 14:34:10
شريکول:

 د فيليپين د سمندري پوليسو دوې بېړۍ، يوه حکومتي بېړۍ او يوه اکمالاتي بېړۍ د ډسمبر په ۱۰مه د چين حکومت له اجازې پرته په ناقانونه توګه د چين د نان شا ټاپوګانو د ژن ای جياو ټاپو نږدې سمندرګي ته ننوتلې. د چین سمندري پوليسو د قانون له مخې د فيليپين د يادو بېړیو مخنیوی کړی. د همدې ورځې د سهار په ۶ بجو او ۳۹ دقيقو، د فيليپين د يونازه مې په نوم لومړی نمبر بېړۍ د چين له څو ځله جدي خبرداري سره سره په سمندر کې له ټکر سره د ډډه کولو نړيوال مقررات پرېږدلی ، په خطرناکه او قصدي توګه د چين د سمندري پوليس ۲۱۵۵۶ نمبر بېړۍ سره يې ټکر کړی. هغه وخت د چين ۲۱۵۵۶ نمبر بېړۍ په عادي توګه چلېدلې، نو د دې پېښې مسئوليت پوره د فيليپین په غاړه دی.