د چین او عربي هېوادونو د راډیو او ټلیویزیونونو د همکاریز فورم ۶م پړاو په هانګجو ښار کې ترسره شو
CMG2023/12/10 16:06:15
شريکول:

د چین او عربي هېوادونو د راډیو او ټلیویزیونونو د همکاریز فورم ۶م پړاو د دسمبر په ۱۰مه د چین په هانګجو ښار کې ترسره شو. د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او د دې کمېټې د نشراتي ادارې مشر لي شو لې د دغه فورم پرانیستونکو مراسمو ته ویډيو له لارې خبرې وکړې.

په دغه فورم کې ګډونوالو دا څرګنده کړه چې د چین او عربي هېوادونو سرمشریزه د تېر کال په پای کې ترسره شوه، دواړو خواوو د خپلمنځي اړیکو د لا ټينګښت لار نقشه وټاکله، رئیس شي جين پينګ د چین او عربي هېوادونو د همکارۍ ۸ لوی عملي پلانونه اعلان کړل او ترې ښکاري چې د دواړو خواوو اړیکې نوې مرحلې ته رسېدلې دي. د دواړو خواوو رسنۍ باید د متقابل باور د پياوړتیا او د خپلمنځي دوستانه اړیکو د لا ټينګښت لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.

ګډونوالو ویلي، دواړه خواوې به د ۵۰ راډیويي او ویډيويي پروګرامونو همکاریزې پروژې په ګډه تطبیق کړي.