د ملګرو ملتونو د یونيسیکو د غیر مادي ميراثونو د خونديتوب د حکومتونو کميټې ۱۸مه غونډه د ډسمبر په ۹مه نېټه د بوتسوانا په شمالي ښار کاسانې کې پای ته رسېدلې. دغې غونډې پرېکړه کړې، چې د ۷۲ هېوادونو ۵۵ پروګرامونه د ملګرو ملتونو د غیر مادي ميراثونو په لېسټ کې شامل کړي.
روان کال د صحرا جنوبي خوا ته د افريقايي هېوادونو ۱۲ پروګرامونه شامل شوي، دغه شمېر له ۲۰۰۸م کال راهيسې نوی ريکارډ جوړ کړی.
روان کال د ملګرو ملتونو د یونيسيکو د غير مادي ميراثونو د خوندیتوب تړون د تصويبېدو ۲۰مه کليزه ده. تر اوسه پورې د ۱۴۵ هېوادونو ۷۳۰ پروګرامونه د ملګرو ملتونو د يونيسيکو د ژوندي ميراثونو په لېسټ کې شامل شوي دي.