چین د انرژۍ جوړښت د اصلاحاتو او د دوامدارې انرژۍ د پرمختګ لپاره ستر خدمتونه کړي دی
CMG2023/12/10 14:53:18
شريکول:

د (COP28) غونډې په څنډه کې، د چین پلاوي د ډسمبر په ۹مه نېټه لومړۍ خبري ناسته ترسره کړه. د اقلیمي بدلون په اړه د چین ځانګړي استازي شیې جن هوا په دغه خبري ناسته کې د دغې غونډې د خبرو اترو تازه پرمختګ، په چین کې د انرژۍ جوړښت د اصلاحېدو لارې چارې او د اقلیمي بدلون ضد د مبارزې لپاره د چین شعار او تدبیرونه بیان کړل.

ښاغلي شیې جن هوا وویل، اوس د کوپ ۲۸مې غونډې جریان نیمه برخه بشپړه شوې او پکې ځينې فعال پرمختګونه موندل شوي. د مثال په توګه، له طبيعي پيښو سره د مقابلې لپاره د پیسو برابرېدو مسئله د غونډې په سر کې ښه حل شوې، د نورو برخو د سرمایو مسئلې د عربي متحده اماراتو تر لارښوونې لاندې هم پرمختګ موندلی دی. چین به د دغې غونډې د بریالي ترسره کېدو لپاره له عربي متحده اماراتو سره تر وسې پورې کوښښونه وکړي.

شیې جین هوا وویل، اوس کوپ ۲۸مه غونډه دوهمه اوونۍ دوام لري، د اقلیمي بدلون په اړه د ګډونوالو خبرې اترې له تخنیکي برخې څخه سیاسي برخې ته داخل شوې، یعنې د وزیرانو ترمنځ مشورې پيل شوې، او د ۲۷ پاڼې ۲۰۶ موضوعاتو په شمول یوه ابتدايي مسوده یې جوړه کړې ده. ور پسې به ګډونوال تر ټولو مهمې مسئلې ولټوي او تعدیل او حل و فصل به وکړي.

د کوپ ۲۸مې غونډې یوه کلیدي برخه د پاریس تړون تر نافذېدو وروسته لومړۍ نړیواله ارزونه ترسره کول دي. ګډونوال به د پاریس تړون د لاسلیکوونکو د تطبیق حالت او د همکارۍ اغېزه ارزونه وکړي. په دغه تړون کې د تودخې کنټرول موخه ټاکلې چې د نړۍ تودخې منځنۍ درجه باید د صنعت کېدو مخکنۍ سویې په پرتله 1.5-2 سانتي ګریډ درجه لوړه وي. خو د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام څو ورځې مخکې یو راپور خپور کړ چې له مخې يې ښکیلې خواوې باید په پاریس تړون کې ټاکل شوي د کاربن ګازو د ایستنې اندازې د کنټرول لپاره نور جدي تدبیرونه ونیسي، که نه، نو تر ۲۰۳۰ کال پورې به د ګردې نړۍ منځنې تودخې 2.5-2.9 سانتې ګرېد لوړ شي.

ښاغلي شیې جین هوا په اشارې وویل، د پاریس تړون د نړۍ د زرغون او لوړ کاربن پرمختګ عمده لوری ټاکلی او مشخص لارې چارې یې هم په ډاګه کړې دي. په دې جمله کې د انرژۍ جوړښت اصلاحات ډېر مهم دي، او جریان يې هم له زیاتو ستونزو سره مخ دی. بېلا بېل هېوادونه خپل مختلف حالات لري، د انرژۍ جوړښت او د سرچینو وړتیا یې هم بېلې دي. د انرژۍ جوړښت اصلاحېدو جریان باید د انرژۍ، غلو دانو او اقتصاد د خوندیتوب ساتنې په زمینه کې عادي ترسره کېدای شي.

نوموړي وویل، چین د انرژۍ جوړښت د اصلاحاتو او د بیا کارېدونکې انرژۍ د پرمختګ لپاره ستر خدمتونه ترسره کړي دي. اوس په چین کې د باد او لمریزو هندارو په وسیله د برېښنا تولید لګښت په جلا جلا توګه ۸۰ سلنه او ۹۰ سلنه ټیټ شوی دی، دغه بریالیتوب یې په ګردې نړۍ کې د دوامدارې انرژۍ د لویې پیمانې ځای پر ځای کېدو لپاره ښه بنسټ ايښودلی دی. اوس په چین کې د بیا کېدونکې انرژۍ اندازه د سکرو په وسیله د برېښنا تولید وسایلو د عمومي ظرفیت په نسبت اوښتې ده او دا د انرژۍ جوړښت په اصلاحاتو کې یو لوی ګام بلل کېږي. چین د اقلیمی بدلون په برخه کې هم د لس کلونو لپاره له نورو پرمختیايي هېوادونو سره همکارۍ کړې او ور ته یې مرستې کړې او کوي يې. د بېلګې په توګه، چین تر اوسه له څه باندې سلو هېوادونو او سیمو سره د زرغون انرژۍ همکاریزې پروژې پیل کړي، له ۳۹ هېوادونو سره د جنوب همکارۍ ۴۶ تړونونه لاسلیک کړي او د ټيټ کاربن ۳ نمونوي سیمې يې جوړې کړي، د طبیعي مصیبتونو د ناورینونو د کمېدو په اړه يې ۷۰ همکاریزې پروژې او د ناورین وړاندوینې ۳ همکاریزې پروژې جوړې کړي دي.