د فیلیپيني بېړيو د ناقانونه عمل په اړه د چین د سمندري پولیسو ادارې ویاند خبرې
CMG2023/12/10 17:44:02
شريکول:

 د چین د سمندري پولیسو ادارې ویاند ګان یو وویل،  فيليپين د چین له مخالفت او مخنیوي سره سره د ډسمبر په ۱۰مه دوه پولیسي بېړۍ، يوه حکومتي بېړۍ او يوه اکمالاتي بېړۍ په ناقانونه توګه د چين د نان شا ټاپوګانو د ژن ای جياو ټاپو نږدې سمندرګي ته داخل کړې.

نوموړي وویل، د چین سمندري پوليسو د قانون له مخې د فيليپين د يادو بېړیو مخنیوی کړی. د فيليپين د يونازه مې په نوم لومړی نمبر بېړۍ د چين له څو ځله جدي خبرداريو سره سره په سمندر کې له ټکر سره د ډډه کولو له نړيوال مقرراتو سرغړونه کړې، په خطرناکه او قصدي توګه يې د چين د سمندري پوليس ۲۱۵۵۶ نمبر بېړۍ سره ټکر کړی. هغه وخت د چين ۲۱۵۵۶ نمبر بېړۍ په عادي توګه چلېدلې، نو د دې پېښې مسئوليت پوره د فيليپین پر غاړه دی.

نوموړي له فیلیپين څخه وغوښتل چې سمدلاسه د چین پر قانوني حقونو تیری کوونکی عملونه پای ته ورسوي. د چین سمندري پولیس به د قانون له مخې د خپل هېواد په سمندري قلمرو کې له خپلو حقونو د ساتنې لپاره تدبیرونه ونیسي.