د روسيې ولسمشرۍ ماڼۍ د ډسمبر په ۱۰مې نېټې پر خپلې ويبپاڼې خبر ورکړی، چې ولسمشر ولاديمير پوتين په همدې ورځ د اسرائيل له لومړي وزير بنيامين يتناياهو سره تليفوني خبرې کړې دي.
دوی د فلسطين او اسرائيل ترمنځ پر روانې شخړې او په ځانګړې توګه د غزې تړانګې پر سختو بشري حالاتو بحث کړی دی.
دواړه خواوې له غزې تړانګې د روسي اتباعو او د دوی د کورنيو د ايستلو او د حماس له بنده د اسرائيليانو د خوشي کولو په اړه هم د خپلمنځي همکاريو په پياوړتيا موافقې ته رسېدلې دي.