چين: نړيواله ټولنه دې د کون مينګ - مونتريل د بيولوژيکي تنوع نړيوال چوکاټ ته د عمل جامه واچوي
CMG2023/12/11 10:21:01
شريکول:

د چين د چاپېريال وزير هوانګ ژون چيو د ډسمبر په ۹مې نېټې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون د لاسليکوونکو ۲۸مې غونډې(COP28)په ترڅ کې د بيولوژيکي تنوع تړون لاسليکوونکو د ۱۵مې غونډې د رئيس په توګه نړيوالې ټولنې ته وړانديز کړی، چې د کون مينګ - مونتريل د بيولوژيکي تنوع نړيوال چوکاټ ته د عمل جامه واچوي.

د بيولوژيکي تنوع چوکاټ د ۱۵مې غونډې د دوهم پړاو ناسته د تېر کال په ډسمبر کې تر سره شوه، چې د چين په هڅو د کون مينګ- مونتريل د بيولوژيکي تنوع نړيوال چوکاټ په شمول يو لړ پرېکړه ليکونه پکې تصويب شوي دي.