په مصر کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره رایه اچونه د ډسمبر په ۱۰مې نېټې پیل شوې، چې د اوسني ولسمشر عبدال فتح السیسي په ګډون ۴ کسانو ورته ځانونه نوماند کړي دي.
د مصر ټاکنو کمیسیون ويلي، چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۶۷ میلیونه کسان د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي او کولای شي چې د رايې اچونې ۹ زرو مرکزونو کې د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي.
په مصر کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د رایې ورکولو وخت درې ورځې ټاکل شوی او رايه ورکوونکي کولای شي، چې د هرې ورځې د سهار له ۹ بجو څخه د شپې تر ۹ بجو پورې د رايې اچونې مرکزونو کې د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړي.