د اسرائيل لخوا د فلسطين په اشغال شويو سيمو کې د روغتيايي حالاتو په اړه د روغتيا نړيوال سازمان اجرائيوي کمېټې ځانګړې غونډه د ډسمبر په ۱۰مې نېټې د سويس په ژنيو کې تر سره شوه.
په ژنيو کې د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو سازمانونو په استازنځيونو کې د چين دايمي استازي سفير چن شو يادې غونډې ته د فلسطين او اسرائيل مسئلې په اړه د چين دريځ څرګند او ځيني وړانديزونه کړي دي.
سفير چن شو د چين په استازيتوب درې فقره ييز وړانديز کړی دی.
۱- د نړيوالې ټولنې لپاره تر ټولو بيړنۍ دنده دا ده، چې په غزې کې اوربند ته لاره برابره کړي، څو هلته زور زياتی پای ته ورسيږي.
۲ـ په غزې کې د روغتيايي او طبي ستونزې لېرې کول د اوس لپاره تر ټولو درنده دنده ده.
۳ـ د دوو هېوادونو لايحه د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د مسئلې د حل اساسي لار ده.