چين: په ۲۰۲۳م کال کې يې د غلودانو عمومي اندازه ۶۹۵۴۱۰ زره ټنو ته رسيدلې
CMG2023/12/11 10:44:04
شريکول:

د چین د احصایې ملي ادارې په دې وروستیو کې خبر ورکړی، چې په ۲۰۲۳م کال کې يې د غلو دانو د کښت پراخوالی ۱۱۸۹۶۹ زره هکتاره و، چې دا د ۲۰۲۲م کال په پرتله ۶۳۶ زره هکتاره او يا ۰،۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

خبر وايي، چې په همدې کال کې د چين د غلو دانو عمومي توليدي اندازه ۶۹۵۴۱۰ زره ټنه وه، چې دا د ۲۰۲۲م کال په پرتله ۸۸۸۰  زره ټنه او یا ۱،۳ سلنه زیاتوالی ښيي .