د سوريې پوځ د ډسمبر په ۱۰مې نېټې خبر ورکړی، چې اسرائيلي ځواکونو د همدې ورځې په شپه د سوريې پلازمېنې دمشق د شاوخوا سيمو پر څو ځايونو هوايي بريدونه کړي او ځينې تاسيسات يې ويجاړ کړي دي.
د خبر له مخې، اسرائيلي ځواکونو د روانې مياشتې د ۱۰مې نېټې د شپې په ۱۱ بجو او ۵ دقيقو له ګولان لوړې څخه د دمشق پر شاوخوا سيمو هوايي بريدونه کړي او د سوريې هوايي دفاعي سيسټم څو راکټونه شنډ کړي دي.