د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرو اترو کې لا هم د پام وړ پرمختګ نشته
CMG2023/12/11 15:06:29
شريکول:

د روسیې او اوکراین ترمنځ کړکېچ په تېره یوه موده کې دوام درلود، د ژمي په درشل دغه کړکېچ د رکود په حال کې دی. په عین وخت کې لوېديځ هېوادونه له اوکراین سره پر نظامي مرستې ستړي شوي، هغه ګنګوسې اورېدل شوې چې روسیه او اوکراین په پټه توګه خبرې اترې پيل کړې دي.

شنونکي وايي، که څه هم اوس لوېديځ هېوادونه له اوکراین سره پر نظامي مرستې ستړي شوي، خو دوی  به له اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي. له دې امله چې روسیه او اوکراین د خبرو اترو پر شرایطو او د سولې ټینګېدو په برخو کې اصلي توپيرونه لري، نو د دواړو خواوو د خبرو اترو راتلونکی روښانه نه دی او په لنډه موده کې د سولې څرک نه لیدل کېږي.

په دې وروستیو کې د روسیې او اوکراین کړکېچ د رکود په حال کې دی. د اوکراین ځواکونه د لوېدیځو مرستو د کمښت له امله د تېر اکتوبر له درېیمې لسیزې راهیسې مجبوراً له حملې څخه په دفاع بدل شوی. د کړکېچ دواړو خواوو د توغندیو او دورانونو په شمول ډېر لرې کنټرولوونکي وسلې کارولې.

د روسیې د دفاع وزیر سیرګې شویګو څو ورځې مخکې ویلي، د اوکراین ځواکونه په تېر نیم کال کې څه باندې ۱۲۵ زره سرتېري او ۱۶ زره وسلې له لاسه ورکړې دي. د اوکراین پوځي قوماندان مخکې دا منلې وه چې اوکرایني ځواکونه د روسيې له دفاعي کرښې نه شي وتلی، اوس دغه کړکېچ په رکود کې پاتې دی.

په دې سره له اوکراین سره لوېديځې مرستې هم مخ په کمېدو او خسته کېدو دي.

امریکا د اوکراین عمده ملاتړ کوونکی  هېواد دی، خو د اسرائیل او فلسطین د نوې دورې شخړې تر رامنځته کېدو وروسته، واشنګټن له اسرائیل سره ډېرې نظامي مرستې کړې، او په دې سره اوکراین ته د امریکې مرستې ډېرې کمې شوې دي. بله خوا، د امریکې په دننه کې د دواړو سیاسي ګوندونو ترمنځ سیالۍ هم له اوکراین سره د دغه هېواد پر مرستې منفي اغېزه کړې ده. د امریکې سنا مجلس د دسمبر په ۶مه له اوکراین سره د ۶۰ میلیارډو امریکايي ډالرو په شمول د سپینې مانۍ یوه مالي غوښتنه رد کړه.

د جرمني د کیل نړیوال اقتصادي انسټيټیوټ د تازه راپور له مخې، د سږ کال له اګست څخه تر اکتوبر پورې له اوکراین سره د لوېديځو هېوادونو د مرستندویه پلان عمومي اندازه ۲،۱۱ میلیارډه یورو ده او دغه حجم د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۸۷ سلنه کمه شوې ده. په عین وخت کې له اوکراین سره د اروپايي ټولنې او امریکې په مرستندويه پلانونو کې د بې ثباتۍ عوامل هم ډېر موجود دي.

اروپايي ټولنه به د دسمبر په ۱۴مه او ۱۵مه سرمشریزه ترسره کړي او پکې ګډونوال به له اوکراین سره د ۵۰ میلیارډو یورو د مرستندویه پلان په اړه رای اچونه ترسره کړي. د اروپايي ټولنې مشرانو مخکې ویلي و چې د غړو هېوادونو اجماع ډېره ستونزمنه ده. د هنګري صدراعظم له یاد مرستندویه پلان او په دغه ټولنه کې د اوکراین د ګډون خبرو اترو له پيلېدو سره غوڅ مخالفت څرګند کړی، د سلواکیا صدراعظم هم له اوکراین سره له مرستندویه پلان سره مخالفت په ډاګه کړی او ویې ویل چې ورسره بشردوستانه مرستې مناسبې دي. د پولنډ د یوې سروې نتیجه هم ښيي چې خلک يې له اوکراین سره پر مرستې ستړي شوي دي.

خو له اوکراین سره نظامي مرسته لا هم د لوېديځو هېوادونو په نظر کې سم سیاسي انتخاب دی، ځينې هېوادونه په دې اړه پياوړی نیت لري او د اوکراین د نظامي وسلو د تولیدي توان د لوړتیا لپاره هڅې کوي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د دسمبر په ۷مه ویلي چې له اوکراین سره نظامي مرسته د امریکې د اقتصاد لپاره ګټوره ده، نو شنونکو په اشارې ویلي چې لوېديځ هېوادونه به له اوکراین سره پوځي مرستې پای ته ونه رسوي. بله خوا، روسیې له اوکراین سره د بندیانو څو ځلې تبادله ترسره کړې، نو د دواړو خواوو ترمنځ د تماس لارې موجودې دي. خو د سوله ییزو خبرو اترو د شرایطو او د راتلونکي سوله ییز نظام په اړه د دواړو خواوو د اصلي توپيرونو له امله، د دواړو خواوو د خبرو اترو د بیا پیل راتلونکی روښانه نه دی.