د وينزويلا بهرنيو چارو وزارت د ډسمبر په ۹مې نېټې يوې اعلاميې کې له ګيانا سره د ځمکنۍ شخړې د هوارۍ لپاره خبرو اترو ته چمتوالی ښودلی دی.
په دې وروستیو کې د وینزویلا او ګیانا ترمنځ د ایسکیبو سیمې پر سر شخړې زور اخیستی دی.
ایسکیبو سیمه د نفتو بډایه سرچېنې لري .
ټاکل شوې، چې د لاتینې امریکا ټولنې، کارابین ټولنې او برازیل په منځګړیتوب، د وینزویلا او ګیانا ولسمشران به د روانې میاشتې په ۱۴مې نېټې په سینټ وینسنټ او ګریناډینز کې سره وګوري او د ځمکنۍ شخړې په اړه به خبرې وکړي.