له ويتنام څخه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د رسمي ليدنې په درشل کې ((د شي جین پينګ خوښ کلاسیک آثار)) دویم څپرکی (ويتنام ژبه) د ډسمبر په ۱۱مه نېټه په ويتنام کې خپرېږي. دغه پروګرام د چين ميډيا ګروپ لخوا جوړ شوی دی.
د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ او د ويتنام غږ راډيو (VOV) مشر تين سي دو په همدې ورځ د یاد پروګرام د خپرېدو په مراسمو کې په جلا جلا توګه ويډيويي او کتابي ويناوې کړې دي. د ويتنام غږ راډیو مرستيال مشر مين هين نګو او د دغه هېواد د بېلابېلو برخو شخصيتونو په دې مراسمو کې ګډون کړی.
((د شي جین پينګ خوښ کلاسیک آثار)) د رئيس شي جين پينګ له مهمو ويناوو، ليکنو او خبرو څخه د چين کلاسيک او ښې جملې راټول کړي چې د چيني تمدن ځانګړتيا او ارزښت يې ښودلی.