د چين او ويتنام د رسنيو ترمنځ د همکارۍ نوی پړاو پيل شو
CMG2023/12/11 20:31:51
شريکول:

د چين او ويتنام د رسنيو ترمنځ د همکارۍ د نوي پړاو د پيل مراسم د دسمبر په ۱۱مه نېټه د ويتنام په هانوی کې تر سره شول. 

دا په داسې حال کې ده چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ به له ويتنام څخه رسمي ليدنه وکړي.

د چين د مډیا ګروپ مشر شن های شیونګ او د ويتنام غږ راډيو (VOV)مشر تين سي دو په جلا جلا توګه يادو مراسمو ته د مبارکۍ ويډيويي او کتابي ويناوې کړې دي. د ويتنام غږ راډیو مرستيال مشر مين هين نګو،‌ د ویتنام د ډیجیټل تلویزیون مشر دوک تهان تران او د چین مډیا ګروپ د CGTN اجرئیوي مرستال مدیر ان شیاو یو او په دې مراسمو کې ګډون کړی و.

په دغه مراسمو کې د چين میډیا ګروپ او د ويتنام د ډيجيټل تلویزیون له خوا په ګډه د ويتنام ژبې ورځنۍ خبريپروګرام "چين او ويتنام سره نښلوي" په رسمي توګه خپور شو. دا لومړی ځل دی چې د ويتنام  ملي تلويزيون دغه ډول خبري پروګرام خپور کړی چې بهرنۍ رسنۍ یې په جوړولو کې برخه اخیستې ده.