حماس: اسرائيل يوازې په خبرو اترو بنديان ازادولی شي
CMG2023/12/11 10:23:26
شريکول:

د حماس القاسم لوا د ډسمبر په ۱۰مې نېټې يوې اعلاميې کې ويلي، اسرائيل يوازې په خبرو اترو خپل بنديان د دوی له منګولو ازادولی شي.

اعلاميه وايي، اسرائيلي ځواکونو په غزې تړانګې کې د ځمکنیو عملیاتو له لارې کوم هدف نه دی ترلاسه کړی او يوازې يې په سیمې کې ويجاړي او عام وژنه کړې ده.

حماس ګواښ کړی، چې ځواکونه به یې د غزې پر هر سړک د اسرائیلي ځواکونو پر وړاندې وجنګيږي.

فلسطيني رسنيو خبر ورکړی، چې اسرائيلي جنګي الوتکو په همدې ورځ د غزې په شمال کې په څو ځايونو سختې بمبارۍ کړې دي.

د غزې د روغتيا ادارې يوه وياند رسنيو ته ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتو کې شاوخوا ٣٠٠ فلسطينيان وژلي او تر ۵۵۰ زيات یې ټپيان کړي دي.