جاویر میلي د ارجنټاین د ولسمشر په توګه لوړه وکړه
CMG2023/12/11 10:32:41
شريکول:

د ارجنټاین نوي ولسمشر جاویر میلي د ډسمبر په ۱۰مې نېټې په پلازمېنې بوینس ایرس کې لوړه وکړه او په رسمي ډول یې د ولسمشرۍ ۴ کلنه دوره پیل کړه.

د مالوماتو له مخې، د ارجنټاین نوې کابېنې هم په همدې ورځ رسمي چارې پېل کړې دي.

جاویر میلي د ۱۹۷۰م کال د اکتوبر په ۲۲مې نېټې زیږیدلی دی. نوموړی د يوه شرکت د مشر، د پوهنتون د استاد، کالم لیکونکي او د راډیو او تلویزیون د ویاند په توګه دندې ترسره کړې دي.

جاویر میلي په ۲۰۲۱م کال کې د ازاد پرمختګ په نوم ګوند جوړ کړ او د ارجنټاین د کانګرېس د غړي په توګه وټاکل شو.