په کانګو کې د ملګرو ملتونو د غلودانو پروګرام استازي ماماډو مبايي د ډسمبر په ۱۱مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د چين حکومت له افريقا سره د خوړو مرستې کړي او په افريقا او حتی ګردې نړۍ کې يې د خوړو د خونديتوب او امنيت لپاره ستر خدمتونه کړي دي.
چين له افريقا سره د خوړو د مرستې پروژه بشپړ کړې او په کانګو کې د چين لوی سفير لي یان او ماماډو مبايي په همدې ورځ د يادې پروژې بشپړول تائيد کړي دي.
مبايي خبري رسنيو ته ويلي، چې کله هم افريقايي هېوادونه له ستونزو سره مخ شوي، چين ورسره مرستې کړې دي.
د نوموړي په وينا، چين او د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو په افريقا کې ګڼ همکاريز پلانونه تر سره کړي او د کانګو په شمول افريقايي هېوادونو ته يې د خوړو د امنيت او خونديتوب لپاره مهم خدمتونه برابر کړي او افريقايانو يې پراخ هرکلی کړی دی.