بېجينګ: د ژن ای پرښې شاوخوا د څو بيړنيو پېښو پړه د فليپين پر غاړه ده
CMG2023/12/12 10:50:11
شريکول:

د چين د خارجه وزارت وياندې ماو نينګ د ډسمبر په ۱۱مې نېټې په يوې نوبتي خبري ناستې کې خبر ورکړی، چې د فليپين يوه لوژيستيکه بيړۍ، يوه کاري بيړۍ او د سمندري پوليسو دوه بيړۍ د چيني حکومت له اجازې پرته د چين د ژن ای پرښې شاوخوا سمندري سيمې ته ننوتلې وې او غوښتل يې چې د خپل هېواد يوې پاتې شوې پوځي بيړۍ ته توکي ولېږدوي.

د ماو نينګ په وينا، فليپيني بيړيو د چين د سمندري پوليسو له اخطارونو سره سره د دوی بيړيو سره ټکر کړی او چيني بيړۍ او پرسونل يې ګواښولي دي.

نوموړې د فليپين دغه کړنې د چين پر ملي حاکميت سخت تېری بللی دی او په خبره يې، چيني سمندري پوليس اړ شوي، چې د خپلو کورنيو قوانينو په رڼا کې د فليپيني بيړيو پر ضد اړين، صبر لرونکي او معقول اقدامات ونيسي.

 د چين خارجه وزارت په دې اړه فليپين ته جدي احتجاج کړی دی.

وياندې ماو نينګ په ټينګار ويلي، چې د چين او فليپين ترمنځ سمندري توپيرونه د دغو دواړو هېوادونو خپلمنځي مسئله ده او درېيمه خوا بايد پکې هيڅ لاسوهنه ونه کړي.

 امريکا له څه مودې راهيسې د خپلو جغرافيايي او سياسي ګټو په پار له يوې خوا فليپين را پاروي او له بلې خوا تور ته سپين او سپين ته تور وايي او په سیمې کې يې شخړې رامنځته کړي او د سيمې سولې او ثبات ته يې سخت زيانونه رسولي دي.

د ماو نينګ په خبره، چين به د خپلو کورنيو او نړيوالو قوانينو له مخې دوامدار لازم اقدامات ونيسي او خپل ملي حاکميت او سمندري حقونه به ټينګ ساتي.