د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په ۱۲مې نېټې د ويتنام پلازمېنې هانوي ته رسيدلی دی.
نوموړی به نن ماښام د هرکلي په هغو مراسمو کې ګډون وکړي، چې د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې عمومي منشي نګوين فو ترونک لخوا ورته نيول شوي دي.
دغه مراسم به د ويتنام د دولت رئيس د دفتر ودانی مخې ته تر سره شي.