حماس: په غزې کې له بشپړ اوربند مخکې له اسرائيلو سره د بنديانو تبادله نه کوو
CMG2023/12/12 15:00:12
شريکول:

د فلسطين د حماس يوه لوړ پوړي مشر اوساما حمدان د ډسمبر د ۱۱مې نېټې په شپه الجزيرې ټلويزيون ته ويلي، چې هغوی به په غزې تړانګې کې له بشپړ اوربند مخکې له اسرائيل سره بنديان تبادله نه کړي.

څو اسرائيلي خبري رسنيو په همدې ورځ خبر ورکړی، چې د اسرائيل حکومت د قطر او مصر په شمول څو منځګړو ته ويلي، غواړي د تېر په څېر د لنډ مهالي بشري اوربند له لارې له حماس سره د بنديانو د تبادلې په پار د نوي پړاو خبرې وکړي.

حمدان د اسرائيل د يادې غوښتنې په ځواب کې ويلي، چې پر غزې د اسرائيلي ځواکونو د تيري له پای ته رسېدو مخکې به په دې هکله بحث ونه کړي.