د امنيت شورا د غړو هېوادونو استازو له رفح بندر څخه لېدنه وکړه
CMG2023/12/12 14:57:22
شريکول:

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د غړو هېوادونو د ځانګړو استازو يو پلاوی د مصر او غزې تړانګې تر منځ سرحدې کرښې ته تللی او له رفح بندر څخه يې لېدنه کړې ده.

رفح بندرغزې ته د محدودو بشري مرستو او سون توکو د لېږد عمده لاره ده.

د امنيت شورا ۱۵ غړو هېوادونو د رفح بندر د مصر لوري کې د غزې تړانګې د حالاتو په هکله د تړلو دروازو تر شا غونډه کړې او د عربي متحده اماراتو د يوه طرح شوي پرېکړه ليک پر مسودې يې سلامشورې کړې دي.

په دغې مسودې کې راغلي، چې حماس او اسرائيل بايد غزې ته ټولې ځمکنۍ، سمندري او هوايي لارې پرانيزي او ملګرو ملتونو سره دې مرسته وکړي، چې په غزې تړانګې کې د مرستو د نظارت ميکانيزم جوړ کړي.