د چين او ايران خارجه وزيرانو تليفوني خبرې وکړې
CMG2023/12/12 10:53:22
شريکول:

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او خارجه وزير وانګ يي د ډسمبر په ۱۱مې نېټې په بلنې سره له خپل ايراني سيال امیرعبداللهیان سره تليفوني خبرې کړې دي.

د ايران بهرنيو چارو وزير امیرعبداللهیان د چين ستاينه کړې، چې په تېر نومبر کې يې د امنيت شورا د رئيس هېواد په توګه غزې تړانګې کې د بشري اوربند لپاره زياتې هڅې کړي او د ايران او سعودي عربستان ترمنځ د اړيکو د عادي کېدو په پار يې هم زيات کارونه کړي دي.

نوموړي ويلي، ايران غواړي له چين سره په مختلفو برخو کې همکارۍ پراخې کړي او خپلمنځي اړيکو ته يې پر له پسې پرمختګونه ورکړي.

د چين خارجه وزير وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې هيله ښودلې، چې دواړه هېوادونه د رئيس شي جين پينګ او ولسمشر رئيسي ترمنځ شوې موافقې پلې کړي، خپلمنځي تماسونه زيات او متقابل باور پياوړی کړي، خپلمنځي همکارۍ پراخې کړي، په نړيوالو او څواړخيزو ډګرونو کې خپلمنځي همغږي پياوړې او رښتينی څواړخيزم تر سره کړي، د دواړو هېوادونو او مختلفو پرمختيايي هېوادونو حقونه او نړيوال مساوات او عدالت وساتي او خپلمنځي اړيکو ته ثابت پرمختګ ورکړي.

دواړو خواوو د غزې د وروستيو حالاتو په اړه هم د نظريو تبادلې کړې دي.