د اقلیمي بدلون پر ضد مبارزه کې د چین پنځه هویتونه
CMG2023/12/12 15:38:31
شريکول:

د ملګرو متلونو د اقلیمي بدلون چوکاټي تړون د لاسليک کوونکو په ۲۸مه غونډه کې(COP28)چې اوس په دوبۍ کې روانه ده، د هوا پېژندنې د نړیوال سازمان رئیس عبدالله احمدي وویل، چین د اقلیمي بدلون پر ضد مبارزه کې ښه ګامونه پورته کړي او له اوږدې مودې راهیسې د اقلیمي بدلون د مدیریت په برخه کې په پنځو هویتونو کوښښونه کړي او د بېلا بېلو خواوو لخوا ستايل شوي دي.

د چین لومړی هویت دا دی چې د پرمختیايي هېوادونو یو مهم غړی دی. د نړیوال بانک شمېرې ښيي، تېر کال د هر چينايي پر سر د کورني توليد  ارزښت ۱۲۷۲۰ امریکايي ډالره و، دغه حجم په نړۍ کې ۶۷م مقام لري، د امریکې یو پر شپږمه برخه، د جرمني یو پر څلورمه برخه او د اروپايي ټولنې یو پر درېيمه برخه نیسي.

د ملګرو ملتونو د یو بل راپور له مخې، په چين کې د ۲۰۲۱ کاللپاره د انسانانو د پرمختګ ګراف(GNI) ۰،۷۶۸ ښودلی دی. که دغه ګراف ۰،۸ ته رسېږي او د هر تن پر سر کلني عايد له ۱۳۸۴۵ امريکايي ډالرو نه واوړي، نو د پرمختللي هېواد په توګه پېژندل کېږي. په داسې حال کې ويل کېږي چې د تر ټولو لوی پرمختیايي هېواد په توګه د چين هويت تر اوسه نه دی بدل شوی، دا نه رد کېدونکی واقعیت دی.

د چین دوهم هویت دا دی چې یو نوی اقتصاد دی او اصلي تاریخي دنده پر غاړه لري.

د تاریخي شمېرو له مخې، له ۱۸۵۰ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې په شمالي امریکې او اروپا کې د کاربن ایستنې عمومي اندازه په جلا جلا توګه د ګردې نړۍ ۲۳سلنه او ۱۶سلنه نیولې. اوس د هر چينايي په سر د کاربن دای اکسايدو د ایستنې عمومي اندازه یوازې د امریکې یو پر اتمې برخې او د اروپا یو پر څلورمې برخې سره برابره ده.

شمېرې ښيي چې د پرمختللو هېوادونو لکه امریکې او جرمني کې د هر تن په سر د کاربن دای اکسايدو د ایستنې اندازه تل لوړه سویه ساتلې. تېر کال په امریکا کې د هر تن په سر د کاربن د ایستنې اندازه ۱۴،۴۴ ټنو ته رسېدلې، او د اروپايي ټولنې دغه شمېر د نړیوالې منځنۍ سویې په نسبت ۱،۴ چنده ده. داسې شمېرې د چین په پرتله ډېره لوړه ده. بله خوا، په چین کې د کاربن ایستنې اندازه په پر له پسې توګه ټيټه شوې، تېر کال د چین اړونده اندازه د ۲۰۰۵ کال په پرتله ۵۱ سلنه ټیټه شوې ده.

نو د چین پر غاړه تاریخي دنده نه ده بدل شوې او چین د اقلیمي بدلون پر ضد د مبارزې لپاره فعاله رویه غوره کړې ده.

د چین درېیم هویت د انرژۍ اصلاحاتو په جریان کې لوی خدمت کوونکی دی.

چین له اوږدې مودې راهیسې د انرژۍ جوړښت د ښه والي لپاره کوښښونه کړي او کوي يې. ۲۰۱۵ کال کې د چین د انرژۍ په جوړښت کې د سکرو انډول ۶۶ سلنه ده، تېر کال دغه انډول ۵۶ سلنې ته ټيټه شوې ده. د روان کال تر جون پورې چین کې د غیرفوسیله انرژۍ د جنراتورونو ظرفیت ۵۰،۹ سلنه نیسي او پر لومړي ځل یې د فوسیل انرژۍ د جنراتورونو ظرفیت په نسبت زیاته ده، دا تاریخي ریکارډ دی. د روان کال تر اکتوبر پورې چین کې د بیا استعمال کېدونکې انرژۍ له لارې د جنراتورونو عمومي ظرفیت له ۱،۴ مليارډو کیلوواټو اوښتی دی او له ډېرو کلونو راهیسې یې د نړۍ لومړی مقام نیولی دی. بله خوا چین د تکنالوژۍ نوښتي پرمختګ ډېر هڅولی او د بیا استعمال کېدونکې انرژۍ سربيه یې پر له پسې ټیټ کړې ده. اوسمهال چین د ګردې نړۍ ۵۰ سلنه د باد برېښنا او د لمریزې انرژۍ ۸۰ سلنه تجهیزات برابروي چې د دوامدارې انرژۍ د لویې پیمانې ځای پر ځای کولو لپاره یې بنسټ ايښودلی دی او د ګردې نړۍ د انرژۍ د زرغون کېدو اصلاحاتو لپاره یې ستر تاریخي خدمتونه ترسره کړي دي.

د چین څلورم هویت د اقتصاد، ټولنې او چاپېریال د هماهنګي پرمختګ عملي کوونکی او پنځم هویت یې د اقلیمي بدلون ضد د مبارزې لپاره د څواړخیز جریان پرمخ بېوونکی دی.

په چین کې یو متل دی، که څو کسان لرګي په اور کې واچوي، نو د اور لمبې به نورې هم زياتې شي. کوپ ۲۸مه غونډه د اقلیمي بدلون ضد د مبارزې لپاره د انسانانو ګډه صحنه ده، چین به د یوې ښکلې او پاکې نړۍ د جوړولو لپاره په دوامداره توګه رغنده رول ولوبوي او له بېلا بېلو خواوو سره به ګډې هڅې وکړي.