شي جين پينګ له نګين فو ترونګ سره خبرې اترې وکړې
CMG2023/12/12 20:14:12
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ پر ځایي وخت د ۲۰۲۳م کال د دسمبر په ۱۲مه نېټه په هانوی کې د ویتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې له عمومي منشي نګين فو ترونګ سره خبرې اترې وکړې.  

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې په تېرو څو کلونو کې د ويتنام سياسي حالت باثباته پاتې شوی، اقتصاد يې په پرله پسې توګه پرمختګ کړی، د خلکو ژوندانه سویه يې په پرله پسې توګه ښه شوې او مجموعي ملي قوت او نړيوال مقام يې ډېر لوړ شوی دی. چين په ټينګه سره له ويتنام څخه د سوسياليزم د پرمخبیولو ملاتړ کوي.‌ چين تل له ستراتيژيکو او اوږدمهاله نظره له ويتنام سره اړيکو ته کتلی او په ګاونډې ډيپلوماسۍ کې يې ويتنام ته لومړيتوب ورکوي. زه غواړم چې له عمومي منشي نګين فو ترونګ سره د چين او ويتنام ترمنځ د اړيکو نوی دريځ اعلان کړم او د دواړو هېوادونو د هراړخیزو ستراتيژيکو همکاریزو اړیکو د ژورتيا پر بنسټ د چين او ويتنام د ګډ برخلیک ټولنه چې ستراتیژیک اهمیت لري، جوړه کړم.