د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټرېش د ډسمبر په ۱۱مې نېټې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون د لاسليکوونکو ۲۸مې غونډې (COP28)يوې خبري ناستې ته ويلي، لا هم زيات توپيرونه پر خپل ځای دي، چې اړوندې خواوې یې بايد د يادې غونډې له پای مخکې ليرې کړي.
نوموړي ويلي، مختلفې خواوې دې د اقليمي بدلون په اړه خپل پلانونه او مساوات تر غور لاندې ونيسي او پرمختللي هېوادونه دې خپلو کړو ژمنو ته د عمل جامه واچوي.
سرمنشي ګوټرېش د کوپ پر مختلفو لاسليکوونکو خواوو غږ کړی، چې د شنو خونو ګازو د ايستنې او د اقليمي عدالت په دوو برخو کې خپل پلانونه تضمين کړي او کوپ(COP28) دې د پاريس تړون له مخې د ګډو خو بېلو دندو پر اصولو ټينګار ولري او د بېلو هېوادونو د واقعيتونو سره سم او د اقليمي پلانونو او مساوات په نظر کې نيولو سره دې روښانه تګلارې وټاکي او په نړۍ کې د انرژۍ جوړښت عادلانه، مساوي او منظم بدلون دې پرمخ بوزي.