د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په ۱۲مې نېټې د ويتنام پلازمېنې هانوي ته رسيدلی دی.
نوموړی نن ماښام د هرکلي په هغو مراسمو کې ګډون کړی، چې د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې عمومي منشي نګوين فو ترونک لخوا ورته نيول شوي دي.
دغه مراسم د ويتنام د دولت رئيس د دفتر ودانی مخې ته تر سره شوي.