رئيس شي جين پینګ هانوي ته ورسيد
CMG2023/12/12 16:12:59
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په ۱۲مې نېټې په ځانګړې الوتکې کې د ويتنام پلازمېنې هانوي ته رسېدلی دی.

نوموړی د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي نګوين فو ترونک او د دغه هېواد دولت رئيس وو وان تهونګ په بلنې هانوي ته تللی او له دغه هېواده به رسمي لېدنه وکړي.

د ويتنام د صدراعظم فام مينح چينح په شمول د دغه هېواد د کمونېست ګوند مشرانو او يو شمېر حکومتي چارواکو او ځايي استازو  په هوايي ډګر کې د رئیس شي جين پينګ تود هرکلی کړی دی.

شي جين پينګ سره په دغه سفر کې د ده مېرمن پنګ لي يوان، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي‌ کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړی څای چي، بهرنيو چارو وزير وانګ يي او ځينې نور چارواکي ملتيا کوي.