چين له اقلیمي بدلون سره د مقابلې لپاره هڅې کړې او کوي يې
CMG2023/12/13 14:32:46
شريکول:

د اقليمي بدلون سره د مقابلې او د دوام لرونکي پرمختګ د پرمخ بېولو لپاره  پر بېلا بېلو هېوادونو لازمه لار ده چې د انرژیو جوړښت په بدلېدو سره زرغون پرمختګ ومومي. نو ځکه د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون د چوکاټي تړون د لاسليک کوونکو هېوادونو په ۲۸مه غونډه کې چې په وروستيو کې د عربي متحده اماراتو په دوبۍ کې تر سره شوې، څه باندې سلو هېوادونو پر دې موافقه کړې چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې به په نړۍ کې د بيا کارېدونکو انرژیو په وسيله  د جنراتورونو ظرفيت درې چنده زيات کړي. په دې اړه د بهرنيو عامو افکارو په اند چين به يوازينی هغه هېواد وي چې ښايي ياده موخه تر سره کړي.

ويل کېږي چې د بهرنيو خبري رسنيو اټکلونه ښه بنسټ لري. له اوږدې مودې راهيسې چين زرغون پرمختګ ته ډېره پاملرنه کړې او کوي يې او د بيا کارېدونکو انرژیو د استخراج او کارولو لپاره يې ډېرې هڅې کړې چې پانګونه يې په مسلسلو اوو کلونو کې په نړۍ کې لومړی مقام نیولی او د بيا کارېدونکو انرژيو په وسيله يې د جنراتورونو ظرفيت له يو اعشاريه څلور سوه کيلو واټو څخه اوښتی چې شمېر يې هم په نړۍ کې لومړی ځای نيولی دی. په نړۍ کې چينايان څه باندې نيمه برخه برېښنایي موټرونه کاروي، نو موږ ويلی شو چې زرغون پرمختګ د چين د خلکو د ورځني ژوند يوه مهمه برخه ګرځېدلې ده.

په ورته وخت کې چين په فعاله توګه په نورو هېوادونو کې د زرغونې انرژۍ د استعمالولو لپاره هڅې کړې دي. په نړۍ کې د لمريزې انرژۍ تر ټولو لوی برېښناکوټ یانې د الظفره فوټوولټيک برېښناکوټ چې په عربي متحده اماراتو کې موقعيت لري، د يوې چيني تصدۍ له خوا جوړ شوی او د زرغونې انرژۍ د پرمختګ لپاره د چين بريالۍ تجربه هم ده. د خبر له مخې دغه برېښناکوټ د دوو لکو کورنيو اوسېدونکو ته برېښنا برابره کړې او په دې سره به ترې دوه میليونه او څلور سوه زره ټنه  کاربن دای اکساید(CO2) کم شي چې د خپرېدا اندازه يې له پنځه لکو موټرو څخه د خپرېدو له اندازې سره برابره ده. په دې وجه به د عربي متحده اماراتو د انرژيو په عمومي جوړښت کې د پاکو انرژيو برخه په سلو کې ۱۳ ته زياته شي.

څه موده دمخه په نايجريا کې د جونګيرو د اوبو برېښناکوټ چې د چيني تصدۍ له خوا جوړ شوی دی، هم دغه هېواد ته سپارل شوی دی. دغه برېښنا کوټ په دې هېواد کې ډېر لوی برېښناکوټ بلل کېږي او د برېښنا کلنۍ منځنۍ توليدي اندازه يې د ابوجا په شان د دوو ښارونو د اوسېدونکو د برېښنا اړتياوې پوره کولی شي. نو دغه برېښناکوټ د دې هېواد د برېښنا د کمښت او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخه کې مهم رول لوبوي.

 په عربي متحده اماراتو کې د الظفره فوټوولټيک برېښناکوټ څخه د نايجريا د جونګيرو د اوبو تر برېښنا کوټ پورې د بيا کارېدونکو انرژيو په اړه د چيني تصديو له خوا جوړې شوې پروژې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې پلې کېږي. اوس مهال په نړۍ کې د بادونو په وسيله د برېښنا توليدولو ۵۰ سلنه تجهيزاتو او اتيا سلنه فوتوولټيک تجهيزات په چين کې توليدېږي. د روان کال تر سپتمبر پورې چين له سلګونو پرمختيایي هېوادونو سره د اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د جنوب-جنوب ترمنځ ۴۸ همکاريز ياددښت پوهاوی لیکونه لاسليک کړي او د همکارۍ له لارې يې څلور ټيټ کاربن لرونکې نمونوي سيمې ابادې کړې او په دې برخه کې يې ۷۵ اړوندې پروژې پلې کړې دي. لکه څنګه چې د عربي متحده اماراتو د ابوظبۍ د راتلونکي انرژۍ د شرکت اجرائيوي مدير ويلي و، چین تل يو مسؤلانه لوی هېواد  دی او له اقليمي بدلون سره د مقابلې او د پاکې انرژۍ د پرمختګ لپاره ډېرې هلې ځلې یې کړې چې دا په دې برخه کې د نړيوال پرمختګ لپاره ګټوره چاره ده.