د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ له فلسطين او اسرائيل د اوربند غوښتنه کړې
CMG2023/12/13 15:05:54
شريکول:

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ډسمبر په ۱۲مې نېټې ۱۰مه بېړنۍ غونډه ترسره کړې او د رايو په اکثريت يې د يوه پرېکړه ليک په تصويبولو سره له فلسطين او اسرائيل غوښتي، چې سمدستي اوربند وکړي.

د دغه پرېکړه ليک مسوده د عربي هېوادونو په ګډې مشورې وړاندې شوې او د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې په ۱۵۳ موافقو، ۲۳ ممتنغو او ۱۰ مخالفو رايو تصويب شوې ده.

ملګرو ملتونو په دغه پرېکړه ليک کې له فلسطين او اسرائيل څخه غوښتي، چې سمدستي بشري اوربند وکړي، نړیوال قانون او نړیوال بشري قانون بايد مراعات او خپلې دندې ترسره کړي، په تېره بيا عام وګړي باید وساتي او دغه راز ټول قيديان باید بې له شرطه او قيده خوشي کړي او غزې ته باید د بشري مرستو د ليږد لپاره زمينه برابره کړي.