د چين د ګمرکاتو ملي ادارې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخ يې، د روان کال په تېرو يوولسو مياشتو کې د چين او ويتنام ترمنځ وارداتي او صادراتي ارزښت ۱۴۵۰ ميلیارډو يوانو ته رسیدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ٪ ۳.۶ زياتوالی ښيي او د چين او اسيان ترمنځ په سوداګريزې اندازې کې ۲۵ سلنه نيسي.
د چين د ګمرکاتو ملي ادارې په تېر نومبر کې د چين او ويتنام ترمنځ د سوداګريزو توکو واردات او صادرات ۱۶۱.۹۲ ميليارډه يوان ښودلي، چې د تېر کال په پرتله ٪۱۲.۵ زياتوالی ښيي او دغې میاشتنۍ اندازې یې نوی ریکارډ جوړ کړی دی.
روان کال د چين او ويتنام ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاریو د ټينګېدو له پنځلسمې کاليزې سره برابر دی.
ویتنام له ۲۰۱۶ کال راهیسې په اسیان کې د چین تر ټولو ستر سوداګریز همکار پاتې شوی دی.