د چين دولت رئیس د ويتنام د پارلمان مشر سره وکتل
CMG2023/12/13 14:26:12
شريکول:

د چين د دولت رئیس شي جين پينګ د ډسمبر د ۱۳ مې نېټې په ماسپښين د ويتنام پلازمېنې هانوي کې د دغه هېواد د پارلمان له رئیس فونګ دینح هوی سره کتلي او د دواړو هېوادونو د اړيکو په اړه ورسره غږیدلی دی..

نوموړي له فونګ دینح هوی سره په خبرو کې ویلي، چې ويتنام  له خپل ملي وضعيت سره سمه سوسياليستي لاره انتخاب کړې او چين يې له انتخاب څخه ټينګ ملاتړ کوي.

سږکال د چين او ويتنام د هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو ۱۵ مه کليزه ده.

شي جین پينګ تېره ورځ د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې له عمومي منشي نګين فو ترونګ سره هم کتلي وو او په ګډه يې د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د جوړېدو اعلان کړی دی.

د شي جين پينګ په وينا، د چين او ويتنام د ګډ برخليک ټولنې جوړونه له دواړو هېوادونو سره د اړيکو د کیفيت په لوړولو کې مرسته کوي او نړۍ ته به د خپلمنځي يووالي، دوستۍ او د ګډ پرمختګ د هڅو پيغام ورکړي.

نوموړي زياته کړې،  دواړه هېوادونه دې په راتلونکي کې د تقنيني چارو په ګډون بېلا بېلو برخو کې همکارۍ پياوړې کړي او د خپلمنځي ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره دې کار وکړي.