د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون د چوکاټي تړون لاسليکوونکي پر ځينو مسئلو جدي توپيرونه لري
CMG2023/12/13 15:11:35
شريکول:

د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون د چوکاټي تړون د لاسليکوونکو ۲۸مه غونډه يا کوپ ۲۸، چې په پلان کې وه، د ډسمبر د ۱۲مې نېټې په سهار يوې موافقې ته ورسېږي، خو پر څو مهمو مسايلو د جدي توپيرونو له امله غځېدلې ده.

د کوپ۲۸غونډې عمومي مدير مجيد الساعدي خبري رسنيو ته ويلي، چې غونډه تر ټولو سخت وخت ته داخله شوې او لا هم ډېر مسايل پاتې دي، چې بېلا بېلې خواوې يې بايد په اړه موافقې ته ورسيږي.

نوموړي ويلي، د غونډې ګډونوال د فوسيل انرژۍ په مسئله کې د نظر سخت توپيرونه لري او په خبره يې، د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د غونډې مشر د بېلا بېلو هیوادونو له استازو سره نږدې تماسونه لري او د وروستي لاسلیک د متن بشپړولو ته يې هڅوي.