شي جين پينګ د ویتنام له صدراعظم فام مينح چينح سره وکتل
CMG2023/12/13 16:44:04
شريکول:

د چین دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر د ۱۳مې نېټې په سهار د ویتنام په پلازمېنې هانوي کې د دغه هېواد له صدراعظم فام مينح چينح سره ليدلي او په خپلمنځي اړيکو ورسره غږیدلی دی.

شي جين پینګ تېره ورځ د ويتنام د کمونېست ګوند له عمومي منشي نګين فو ترونګ سره کتلي وو او په ګډه يې ورسره د چین او ويتنام د ګډ برخليک ټولنې د جوړونې اعلان کړی دی .

شي جين پينګ له صدراعظم فام مينح چينح سره په خبرو ويلي، چې د يادې ټولنې جوړونه به د چين او ويتنام د اړيکو د پرمختګ نوې پاڼه پرانيزي، د دواړو هېوادونو خلکو ته به زياتې ګټې ورسوي او د دې سیمې او نړۍ د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره به فعال خدمت وکړي.

فام مينح چينح ويلي، چې هېواد يې د يو چين پېژندنېپر اصل ټينګار لري، د چين له پرمختګ ملاتړ کوي او هيله يې ښودلې، چې چين په نړيوالې ټولنې کې نور مهم رول ولوبوي

نوموړي ويلي، ويتنام د رئيس شي جين  پينګ له هغو بېلا بېلو وړانديزونو څخه کلک ملاتړ کوي، چې د سيمې او نړۍ د سولې، ثبات، پرمختګ او همکاريو لپاره يې کړي دي او زياته کړې يې ده، چې د ويتنام حکومت به د چين له دولتي شورا سره یو ځای د دواړو مشرانو مهمې موافقې پلې کړي.