د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO)د ډسمبر په ۱۲مې نېټې د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې د غلو دانو د خونديتوب مرحلې (IPC) د وروستۍ وړاندوينې له مخې به په سوډان کې شاوخوا ۱۷،۷ میليونه وګړي د ۲۰۲۳م کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۴م کال تر فبرورۍ پورې د خوړو د امنيت له سختو ستونزو سره مخوي، چې دغه شمېر د دغه هېواد په نفوس کې ۳۷ سلنه نیسي.
د سوډان په پلازمېنې خرطوم کې د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو او د غوڅ ملاتړ ځواکونو ترمنځ د روان کال د اپرېل په ۱۵مې نېټې شخړه پېل شوه، چې وروسته د دغه هېواد نورو سيمو ته هم وغځېده او ګڼو خلکو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.
په سوډان کې تر اوسه د روان جنګ د حل هیڅ څرک نه لګيږي.