شي جين پينګ له خپل ويتنامي سیال وو وان ترونګ سره ولیدل
CMG2023/12/13 15:32:02
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر د ۱۳مې نېټې په سهار د ويتنام په پلازمېنې هانوي کې د دغه هېواد له دولت رئيس وو وان ترونګ سره  ليدلي او په خپلمنځي اړيکو ورسره غږیدلی دی.

نوموړي له خپل ویتنامي سیال سره په خبرو کې ويلي، چې د چین او ويتنام اړيکې د چين د بهرنيو چارو په برخه کې ځانګړی مقام لري.

شي جين پينګ تېره ورځ د ويتنام د کمونېست ګوند له عمومي منشي نګين فو ترونګ سره هم کتلي وو او په ګډه يې ورسره د چین او ويتنام د ګډ برخليک ټولنې د جوړونې اعلان کړی دی.

شي جين پينګ  ياده پرېکړه د دواړو هېوادونو له اساسي ګټو او د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ له تمايل سره سمه بللې ده او په خبره يې، چين غواړي له ويتنام سره يو ځای د ستراتيژيکو تبادلو د ژورولو، د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ او د خلکو د ګټو لپاره هڅې وکړي.

 د شنونکو په اند، د چين او ويتنام د ګډ برخليک ټولنې ابادي د دواړو ګوندونو او هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو لويه او مهمه پرېکړه ده او د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ نوې پاڼه به یې پرانيزي.