امريکا د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د اوربند مسوده وېټو کړې او د دواړو خواوو ترمنځ د ممکنه اوربند مخه يې نيولې ده.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني د ډسمبر په ۱۱مې نېټې په یوې خبري ناستې کې د واشینګټن ياده کړنه غندلې او په وينا يې، امريکا په امنيت شورا کې د ويټو واک بېځايه کاروي.
نوموړي ويلي، چې ايران د امريکې هغه کړنه غندي، چې په امنيت شورا کې يې د فلسطين او اسرائيل د اوربند د پرېکړه ليک مسوده وېټو کړې او دا يې د نه منلو چارو بللې ده.
کنعاني زياته کړې، چې د امريکې ياده کړنه ددې ښکارندويي کوي، چې دغه هېواد په غزې کې د روان جنګ او ستونزو حل نه غواړي، بلکې هلته د جنګ د راپارولو لپاره هڅې کوي.
کنعاني د ايران د اټومي تړون په شمول د ځينو نورو سيمه ييزو مسئلو په اړه هم غبرګون ښودلی دی.
نوموړي ويلي، چې د ايران ټول اټومي فعالیتونه د نړیوالو مقرراتو او قانوني میکانیزمونو په چوکاټ کې ترسره کیږي.