د امريکا سپينې ماڼۍ د ډسمبر په ۱۲مې نېټې يوې اعلاميې کې ويلي، چې ولسمشر جو بایډن په همدې ورځ لهاوکرايني سیال ولاديمیر زيلينسکي سره کتلي او د اوکراين لپاره يې د امنيتي مرستو نوې بسته اعلان کړې ده.
راپور کاږي، جو بایډن په همدې ورځ له زیلینسکي سره په يوې ګډې خبري ناستې کې ویلي، چې امریکا به اوکراین ته د کلیدي وسلو او تجهیزاتو ورکولو ته دوام ورکړي.
امریکا په همدې ورځ اوکراین ته د دفاعي توغندیو په شمول د ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د اضافي وسلو استول هم تصویب کړي دي.
روسیې بيا بيا ويلي، چې اوکراین ته د امریکا په شمول د لوېدیځو هېوادونو د وسلو ليږد وضعیت لا پسې خرابوي، د اوکراین کړکېچ نور هم زیاتوي او د دوی د وسلو ليږد د خلکو د مرګ ژوبلې سبب کيږي.