د اروپايي ټولنې او لوېديځ بلکانس هېوادونو سرمشريزه د ډسمبر په ١٣مې نېټې د بلجيم په پلازمېنې بروکسيل کې تر سره شوه.
د اروپايي ټولنې مشرانو له غونډې وروسته ((د بروکسيل اعلاميه)) خپره کړې او د لوېديځ بلکانس پر هېوادونو يې غږ کړی، چې د اروپايي ټولنې د غړیتوب بهير ګړندی کړي او په چارو کې ژور اصلاحات راولي.
اعلاميه وايي، اروپایي ټولنه د لوېديځ بلکانس هېوادونو د غړیتوب په اړه "هر اړخیزه او روښانه ژمنه" بیا تکرار کړې او پر دغو هیوادونو يې غږ کړی، چې د قانون حاکمیت په شمول په ډیرو برخو کې هراړخيز ژور اصلاحات راولي او د اروپایي ټولنې د غړیتوب پروسه ګړندې کړي.
اعلاميې کې ويل شوي، چې اروپايي ټولنه به د لوېديځ بلکانس هیوادونو سره ژورې تبادلې وکړي.